راپورونه وایي، ایران په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې توغندیز بریدونه کړي دي. دا بریدونه په داسې مهال شوي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ زیات شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، تهران دغه بریدونه د امریکا له لوري د ایراني بېړیو د په نښه کولو په غبرګون کې ترسره کړي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو له امله د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د ایران له بریدونو یوه ورځ وړاندې، د یمن حوثیانو د سعودي عربستان په جنوبي برخو کې پر یو شمېر ښارونو او نفتي تاسیساتو بریدونه کړي وو. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.
په یمن کې د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف د حوثیانو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي.
بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د دوی د سمندري محاصرې له امله نږدې ۱۰۰ ایراني بېړیو خپل مسیر بدل کړی دی. سنتکام دغه اقدام پر تهران د فشار د دوام یوه برخه بللې ده.
ایراني چارواکو بیا د امریکا بندیزونه او سمندري محاصره د واشنګټن د فشارونو د پخوانۍ تګلارې دوام بللی او ویلي یې دي چې د دغو اقداماتو پر وړاندې به مقاومت ته دوام ورکړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)