- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د بدخشان په زیباک کې د طالبانو او «خپلواکۍ جبهې» ترمنځ د نښتې ادعا

د افغانستان «خپلواکۍ جبهې» ادعا کړې چې طالبانو له بهرنیو وسله‌والو سره په ګډه د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ کې د دې جبهې پر سنګرونو برید کړی دی.

خپلواکۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې، ویلي چې دغه برید د دوشنبې په ورځ، د وږي پر ۱۶مه، ترسره شوی او د دوی ځواکونو د طالبانو او د هغوی د «بهرنیو متحدینو» برید په کلکه دفع کړی دی.

د جبهې په وینا، نښته شاوخوا یوه ساعت دوام کړی او طالبان له مرګ‌ژوبلې وروسته له سیمې شاتګ ته اړ شوي دي.

خپلواکۍ جبهې زیاته کړې چې په دې نښته کې د دوی ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، خو د طالبانو د تلفاتو او اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه لري.

خپلواکۍ جبهې تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې طالبان د دې جبهې پر وړاندې په عملیاتو کې له بهرنیو وسله‌والو سره همکاري کوي، خو د کومې ځانګړې ډلې نوم یې نه و اخیستی.

د جبهې په وینا، د دوی ځواکونو د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په ځینو سیمو کې سنګرونه نیولي او هلته ځای پر ځای شوي دي.

بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په رسنیو سره په خبرو کې په زیباک کې د «خپلواکۍ جبهې» د ځواکونو د حضور ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دغه جبهه په سیمه کې هېڅ ځانګړې سیمه تر خپل کنټرول لاندې نه لري.

- Advertisment -spot_img