د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، دغه ودانۍ د زدهکوونکو د استوګنې لپاره کارېده او د ډیلي پوهنتون جنوبي څانګې ته څېرمه د «ستیا نېکیتن» په سیمه کې نړېدلې ده.
ژغورونکي د ودانۍ د خاورو او ویجاړو شویو برخو لاندې د احتمالي بند پاتې کسانو د موندلو لپاره خپلو پلټنو ته دوام ورکوي. چارواکي وايي، تر اوسه ۱۱ کسان له خاورو ایستل شوي دي.
د پېښې د کره لامل په اړه څېړنې روانې دي، خو راپورونه وايي چې د ودانۍ د نړېدو پر مهال د ترمیم چارې هم روانې وې. چارواکو د ودانۍ د مالک پر ضد قضیه هم ثبت کړې او د پېښې د څېړلو لپاره یې د پلټنې امر کړی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)