- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د برېنټ تېلو بیه ۹۷ ډالرو ته لوړه شوه

د نړیوالو راپورونو له مخې، د دوشنبې په سهار د تېلو بیې لوړې شوې او د برېنټ تېلو بیه د هر بېرل لپاره ۹۷٫۰۷ ډالرو ته ورسېده.

د رویټرز د شمېرو له مخې، د برېنټ بیه ۰٫۸۲ سلنه او د امریکا د «وېسټ ټکساس انټرمیډیټ» تېلو بیه ۰٫۸۷ سلنه لوړه شوې ده.

د بیو د لوړېدو مهم لامل د تېلو د رسولو په اړه د اندېښنو زیاتېدل او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد کمېدل بلل کېږي. د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو هم د سیمې د تېلو د رسولو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

شنونکي وايي، که په هرمز تنګي کې د تېلو لېږد همداسې کم پاتې شي او په سیمه کې تاوتریخوالی دوام وکړي، د تېلو نړیوالې بیې ښايي لا لوړې شي.

- Advertisment -spot_img