- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سعیدي: افغانستان هغه وخت د ټولو ګډ کور کېدای شي چې عدالت او برابري ټینګه شي

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، افغانستان هغه وخت د ټولو افغانانو ګډ کور کېدای شي چې د ټولو وګړو حقونه، امنیت او انساني درناوی خوندي وي.

سعیدي د هرات د جبرئیل سیمې د شیعه وګړو اوسني حالت ته په کتو ویلي، که د ټولنې یوه برخه ځان بې‌برخې او ناامنه احساس کړي، ملي یووالی او ټولنیزه همغږي کمزورې کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې واکمن نظامونه یوازې د بهرنیو فشارونو له امله نه کمزورې کېږي، بلکې کورني اختلافونه، بې‌باوري او د شخصي او ډله‌ییزو ګټو پر عامه ګټو برلاسي کېدل هم نظامونه له دننه کمزوري کوي.

د سعیدي په باور، عدالت، برابري، د بېلابېلو ټولنیزو ډلو منل او د ټولو وګړو د امنیت ټینګښت د افغانستان د تلپاتې ثبات لپاره اړین دي.

- Advertisment -spot_img