- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بسنت: د ایران شاوخوا ۳۰ میلیونه بېرله خام نفت پاتې دي

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت وايي، ایران شاوخوا ۳۰ میلیونه بېرله خام نفت لري چې لا هم چین نه دي پېرلي.

بسنت د یکشنبې په ورځ، د سپټمبر پر شپږمه، له «فاکس نیوز» سره په مرکه کې وویل، د امریکا بندیزونه او هغه څه چې نوموړي «سمندري کلابندي» وبلله، د ایران د نویو نفتو د لېږد مخه نیسي.

د نوموړي په وینا، چین د ایران د نفتو تر ټولو ستر پېرودونکی دی، خو کله چې پاتې نفت هم ولېږدول شي، چین به له ایران څخه د پېرلو لپاره نور نفت ونه لري.

بسنت د ایران پر وړاندې د امریکا اقتصادي فشارونه د اسلامي جمهوریت د اقتصادي ګوښه کولو لپاره یوه بې‌سارې هڅه وبلله او ویې ویل چې واشنګټن غواړي پر ایران اقتصادي فشارونه لا زیات کړي.

هغه زیاته کړه چې د بندیزونو او سمندري کلابندۍ ګډ اغېز د ایران پر نفتو صادراتو د پام وړ اغېز کړی دی.

د امریکا د خزانې وزیر همداراز وړاندوینه وکړه چې د هرمز تنګي اهمیت به د نفتو د صنعت لپاره په راتلونکو دوو کلونو کې کم شي.

د بسنت په وینا، د فارس خلیج شاوخوا نفت تولیدوونکي هېوادونه د نل‌لیکو بدیلې لارې جوړوي چې له مخې به یې د نفتو لېږد د هرمز له تنګي پرته هم ترسره کېدای شي.

هغه دا ادعا هم رد کړه چې ایران د هرمز تنګی تر خپلې ولکې لاندې لري او ویې ویل چې دغه تنګی د امریکا تر کنټرول لاندې دی.

- Advertisment -spot_img