- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا سعودي عربستان ته د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د شاوخوا ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅولو له معاملې سره موافقه کړې ده

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې معامله کې ګڼ شمېر بمونه او د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د لارښوونې سیستمونه شامل دي.

د وسلو ترڅنګ، په تړون کې مهم تجهیزات، پرزې، کیمیاوي توکي او د لېږد، تمویل او تخنیکي چارو اړوند خدمات هم شامل دي.

امریکا وايي، دغه معامله به د سعودي عربستان دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړي او د سیمه‌ییزو ګواښونو پر وړاندې به د دغه هېواد د هوايي دفاع په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه تړون د خپل مهم متحد د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې دا ډول همکاری کولای شي د خلیج په سیمه کې د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ ملاتړ وکړي.

- Advertisment -spot_img