د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له «فایننشل ټایمز» سره په تازه مرکه کې ویلي، افغانستان باید داسې هېواد وي چې ټول افغانان پکې د خپل راتلونکي په جوړولو کې ونډه ولري
کرزي ټینګار کړی چې نجونې باید بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي او ښځو ته د کار او ټولنیز فعالیت زمینه برابره شي. هغه همداراز د افغانانو ترمنځ پر خبرو، پخلاینې او ګډ ژوند ټینګار کړی دی.
نوموړي د طالبانو له لوري د امنیت ټینګښت مثبت اړخ بللی، خو ویلي یې دي چې یوازې امنیت د افغانستان د ټولو ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)