- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نواز: پنجاب د خپلو ګاونډیو ایالتونو له خوا له ډېرو ګواښونو سره مخ دی

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز شریف ویلي، پنجاب د پاکستان د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د دغه هېواد د ګاونډیو ایالتونو له خوا له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

هغې د شنبې په ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته وویل، هیله لري چې د پنجاب خلک د بشپړ امنیت په ډاډ سره ویده شي.

مریم نواز وویل: «له ګاونډیو هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه لږ دي، خو له ګاونډیو ایالتونو څخه ډېر دي.»

هغې زیاته کړه چې د ترهګرۍ بریدونه له دغو سیمو څخه پنجاب ته ترسره کېږي.

پنجاب په شمال او لوېدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سوېل کې له سند او په ختیځ کې له هند سره ګډه پوله لري.

د پنجاب د اعلی وزیرې څرګندونې په داسې مهال دي چې د پاکستان حکومت پر هند او طالبانو په دغه هېواد، په ځانګړي ډول په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې، د ناامنۍ د رامنځته کولو تورونه لګوي.

طالبانو بیا دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له امله رامنځته کېږي.

- Advertisment -spot_img