په متحده ایالاتو کې د ډیزلو بیه د ثبت شوې کچې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او په ټول هېواد کې یې منځنۍ بیه په هر ګیلن کې ۵.۸۹ امریکايي ډالرو ته لوړه شوې ده. دا کچه په ۲۰۲۲ کال کې، پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، له ثبت شوې پخوانۍ لوړې بیې هم اوښتې ده.
د بیې دغه لوړېدل په داسې مهال دي چې د امریکا او ایران ترمنځ روانه جګړه د نړۍ د انرژۍ بازارونه له فشار سره مخ کړي دي. د فارس خلیج له سیمې څخه د خامو تېلو او تېلو د پروسس شوو توکو د لېږد ګډوډۍ، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي کړکېچ، د نړۍ په کچه د سونتوکو د رسونې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
په همدې مهال، د اوکراین له خوا د روسیې پر تېلو د تصفیې کارخونو بریدونو هم د نړۍ په کچه د ډیزلو رسونه محدوده کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، په امریکا کې د ډیزلو بیه د فبرورۍ له میاشتې راهیسې شاوخوا ۵۵ سلنه لوړه شوې ده.
د امریکا په ختیځ ساحل کې د ډیزلو زېرمتونونه هم شاوخوا ۱۹.۳ میلیونه بېرله ته راټیټ شوي چې د ثبت شویو کچو له مخې بېسارې ټیټه کچه بلل کېږي.
ډیزل د امریکا په اقتصاد کې مهم رول لري او د باروړونکو موټرو، کرنیزو ماشینونو، ودانیزو وسایلو او د ځینو صنعتي چارو لپاره ترې د اصلي سونتوکي په توګه کار اخیستل کېږي. له همدې امله، د ډیزلو د بیې لوړېدل کولی شي د خوړو او نورو توکو د لېږد لګښتونه زیات کړي او پر پېرېدونکو د انفلاسیون فشار نور هم لوړ کړي.
په امریکا کې د پټرولو بیه هم لوړه شوې ده. رویټرز راپور ورکړی چې د سږ کال د کارګرانو ورځې په رخصتیو کې د پټرولو منځنۍ بیه په هر ګیلن کې شاوخوا ۴.۰۳ ډالرو ته رسېدلې ده؛ دا کچه د همدې مودې لپاره په ۲۰۱۲ کال کې له ثبت شوې پخوانۍ لوړې بیې هم لوړه ده.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د خامو تېلو او تېلو د پروسس شوو توکو په رسونه کې ګډوډي دوام وکړي، د سونتوکو بیې ښايي په راتلونکو میاشتو کې هم لوړې شي. دا حالت کولی شي د ترانسپورټ، کرنې، تولید او ورځني توکو لګښتونه نور هم زیات کړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)