ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند ځواکونو په کابل کې د خاتمالنبیین دیني مدرسه محاصره کړې او له مسؤلینو او زدهکوونکو یې د ودانۍ د بشپړ تخلیې غوښتنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، دغه ځواکونه له پوځي تجهیزاتو او سپینو بیرغونو لرونکو موټرو سره د مدرسې شاوخوا ځای پر ځای شوي دي. سرچینې ادعا کوي چې د دې اقدام امر د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له خوا شوی دی.
دا اقدام وروسته له هغې شوی چې طالبانو د خاتمالنبیین پوهنتون مدیریت په خپل واک کې واخیست او د دغه پوهنتون لپاره یې نوی رئیس او څلور مرستیالان وټاکل.
خاتمالنبیین دیني مدرسه او پوهنتون په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو له مهمو دیني او ښوونیزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغې مدرسې د محاصرې او د تخلیې د امر په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)