د لبنان د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر جوزف عون د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۷مه، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته روان شوی دی. دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند د ټینګښت، د حزبالله د وسلو او پوځي حضور، او د لبنان په سوېل کې د لبناني پوځ د رول په اړه خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو هلو ځلو مهمه برخه ګرځېدلې ده. د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، تمه کېږي چې جوزف عون او ډونالډ ټرمپ به د امنیتي هوکړو د پلي کېدو، له لانجمنو سیمو څخه د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي شاتګ، او د لبنان د حکومت لهخوا د وسلهوالو ډلو د کنټرول په اړه خبرې وکړي. لبنان او اسرائیل په وروستیو اوونیو کې د امریکا په منځګړیتوب د هغو تدابیرو په اړه خبرې کړې چې موخه یې د نښتو پای ته رسول، د لبنان په سوېل کې د لبناني پوځ ځای پر ځای کول، د اسرائیلي ځواکونو تدریجي شاتګ، او د حزبالله په ګډون د وسلهوالو ډلو بېوسلې کول دي. د امریکا او لبنان چارواکي وایي، دغه بهیر د اوربند د ټینګښت، د سیمې د امنیت د پیاوړتیا او د لبنان په امنیتي جوړښت کې د حزبالله د نفوذ د محدودولو لپاره د روانو هلو ځلو مهمه برخه ده.



