د ایران پوځ ادعا کړې چې په خپلو وروستیو بریدونو کې یې د کویټ په «علي السالم» پوځي اډه کې د امریکا د مخکیني خبرداري رادار او د امریکایي ځواکونو د راټولېدو ځای د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړی دی. د سپاه ویاند حسین محبي ویلي، د ایران روان پوځي عملیات اوس د سیمې په کچه د امریکا د بریدګرو پوځي بنسټونو پر له منځه وړلو راڅرخي. هغه واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې دا ګومان دې نه کوي، جګړه به په اوږده او ستړې کوونکې نښته واړولای شي. په همدې مهال د ایران پوځ ویلي، د «صاعقه» عملیاتو په نهم پړاو کې یې د اردن په «الازرق» پوځي اډه کې د امریکا د پوځ ثابت راداري مرکز، د اړیکو دستګاه او د سونتوکو زېرمتونونه د ځانمرګو بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.



