د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو، پارلماني اړیکو او بهر مېشتو ایرانیانو مرستیال، وحید جلالزاده، د ایران او افغانستان د ګډ قونسلي کمېسیون د پنځمې غونډې د جوړېدو او له افغان چارواکو سره د لیدنو لپاره کابل ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوندو چارو او د مسؤلو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې او بحثونه وشي. جلالزاده د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان اړیکو د تېر کال په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی او د پراختیا نوې پړاو ته داخلې شوې دي. هغه زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي خپلې سرحدي پولې او تګراتګ مرکزونه پراخ کړي، څو په سرحدي سیمو کې اقتصادي اړیکې پیاوړې او سوداګریزې همکارۍ نورې هم پراخې شي.



