د اکسیوس د راپور له مخې، متحده ایالاتو ایران ته د یوې ورځې وروستۍ نېټه ټاکلې چې په رسمي او ښکاره ډول اعلان وکړي، د هرمز تنګی د نړیوالې سمندري تګراتګ پر مخ خوندي او پرانیستی دی او پر سوداګریزو بېړیو به بریدونه نه ترسره کېږي. اکسیوس د درېیو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې ایران ته یوازې د یوې ورځې مهلت ورکړی دی. د راپور له مخې، واشنګټن دغه پیغام تهران ته د سیمې د منځګړو هېوادونو له لارې رسولی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)