د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، اسرائیلي ځواکونه به تر هغه وخته په سویلي لبنان کې پاتې شي، څو د هېواد د شمالي سیمو امنیت خوندي کړي. نتانیاهو، چې د اسرائیل د هوايي ځواک د پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې یې وینا کوله، وویل: «موږ به د سویلي لبنان په امنیتي سیمه کې تر هغه وخته پاتې شو، چې د هېواد د شمالي سیمو د اوسېدونکو د امنیت د خوندي کولو لپاره اړتیا وي.»



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)