د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني احمدزي د افغانستان د کرېکټ پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د خواخوږۍ پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان کرېکټ او د هېواد د ورزش لپاره یوه ستره ضایعه ده. اشرف غني په خپل پیغام کې شاپور ځدراڼ د افغانستان د ورزشي ویاړونو «دنګ چنار» بللی او ویلي یې دي چې هغه په سختو شرایطو کې د خپلو غوره لوبو له لارې افغان ولس ته ویاړونه وروبښل او څه باندې یوه لسیزه یې د خپلو بریاوو په وسیله خلکو ته خوښۍ ورپه برخه کړې. د پخواني ولسمشر په وینا، د شاپور ځدراڼ مړینې نه یوازې د افغانستان کرېکټ له یوه ځلیدونکي ستوري بېبرخې کړی، بلکې هغه ګڼ ځوانان یې هم د خپلې الهامبښونکې بېلګې له سیوري محروم کړي چې هغه ته یې د یو اتل په سترګه کتل. اشرف غني د شاپور ځدراڼ کورنۍ، خپلوانو او مینهوالو ته ژوره خواخوږي څرګنده کړې او دعا یې کړې چې الله تعالی دې هغه ته مغفرت وکړي، د اوږدې ناروغۍ کړاوونه دې یې د ګناهونو کفاره وګرځوي او کورنۍ ته دې یې د زړه صبر او زغم په برخه کړي. هغه زیاته کړې چې د شاپور ځدراڼ نوم به د افغانستان د کرېکټ د اوسنیو او راتلونکو ستورو په بریاوو کې تل ژوندی پاتې شي.



