سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اردوغان: د «اسلام‌آباد هوکړه» د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو په کمولو کې مرسته کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د «اسلام‌آباد هوکړه» د سیمې د ترینګلتیاوو په کمولو کې مثبت رول لوبولی او د شخړو د زیاتېدو مخه یې نیولې ده. هغه په استانبول کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې ترکیه د بحرانونو د حل لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي، خو په عین حال کې یې د اسرائیل له لوري د ترینګلتیا رامنځته کوونکو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړی دی. اردوغان ویلي چې باید د سیمې د ثبات لپاره داسې فضا رامنځته شي چې ټول خلک، پرته له دین او عقیدې، په امن کې ژوند وکړي. د پاکستان لومړي وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژۍ، دفاع او ټکنالوژۍ په برخو کې د همکارۍ د پراخېدو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ډیپلوماسي د نړیوالو شخړو د حل یوازینۍ دوامداره لار ده.

- Advertisment -spot_img