پنجشنبه, جولای 2, 2026
پنجشنبه, جولای 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

۱۴۷ افغان کډوال له پاکستانه خوشې او هېواد ته راستانه شول

کابل — د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۱۴۷ افغان کډوال، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان شوي وو، له زندانونو خوشې او افغانستان ته راستانه شوي دي. د وزارت په وینا، له دغو کسانو څخه ۱۲۵ تنه د تورخم له لارې او ۲۲ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي. چارواکي وايي دا کسان وروسته له قانوني پروسې او اړینو اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې ساتل شوي وو. وزارت زیاتوي چې د دغو کډوالو د بېرته ادغام او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره اړینې مرستې روانې دي.

- Advertisment -spot_img