د ایران د خراسان رضوي ولایت د فرهنګي، ټولنیزو او زیارتي چارو مرستیال، علي عسکري، ویلي چې ایران د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د افغانستان د وګړو د ګډون لپاره ۲۵۰۰ وړیا ویزې ځانګړې کړې دي. د ایراف د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې دغه وړیا ویزې د دې لپاره ځانګړې شوې دي، څو د افغانستان وګړي وکولای شي پرته له ستونزو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړې چې د اټکل له مخې، شاوخوا څلور زره افغان وګړي به د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ایران مشهد ښار ته سفر وکړي.



