د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د بلاک څلورم د مالګې کان د استخراج تړون له یوې کورنۍ شرکت سره لاسلیک کړی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه کان مساحت ۹.۵۸ مربع کیلومتره دی او د پانګونې ارزښت یې ۵ میلیونه ۴۹۰ زره او ۹۵۰ امریکایي ډالر ښودل شوی دی. هدایتالله بدري د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې دا تړون د هر ټن لپاره د ۱۵۰۰ افغانیو د رویالټۍ په نرخ او د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی. د دغه وزارت په وینا، قراردادي شرکت به د رویالټۍ د ورکړې تر څنګ ۳۵۰ زره امریکایي ډالر د ټولنیزو خدماتو په بېلابېلو برخو کې هم پانګونه وکړي.



