سه شنبه, جون 30, 2026
سه شنبه, جون 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د ایران او امریکا چارواکي به په دوحه کې سره وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران او امریکا چارواکي به د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري. ټرامپ په خپل ټروت سوشل کې لیکلي: «ایران د لیدنې غوښتنه کړې او دا ناسته به په دوحه کې ترسره شي.» خو ټرمپ د دې ناستې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. له بلې خوا، د ایران د مذاکراتي ټیم فني مسؤل کاظم غریب‌ابادي مخکې د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي وو چې ګواکې تهران او واشنګټن د سه‌شنبې لپاره د خبرو پلان لري. په همدې حال کې یوه امریکايي چارواکي ویلي چې ایران او متحده ایالات د دې پر سر هوکړې ته رسېدلي چې پر یو بل بریدونه ودروي او د تفاهمنامې په اړه تخنیکي خبرې دوام ورکړي. په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي د مدیریت پر سر د اختلافاتو او د ایران او امریکا ترمنځ د څو پړاوه پوځي نښتو له زیاتېدو وروسته اندېښنې زیاتې شوې دي چې ښايي اوربند له خطر سره مخ شي.

- Advertisment -spot_img