د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېرې شپې هوايي بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي چې اسلاماباد، سره له دې چې د اختلافونو د حل لپاره د نړیوالو او کورنیو غوښتنو سره مخ دی، بیا هم پر افغانستان بریدونه کوي او د هغه په وینا لسګونه ملکي وګړي یې وژلي او ټپیان کړي دي. خلیلزاد زیاتوي چې پاکستان تر اوسه هغو طرحو او وړاندیزونو ته رغنده ځواب نه دی ورکړی چې اسلامي امارت ورسره موافقه کړې وه، او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې آیا اسلاماباد رښتیا هم د ستونزو د حل په لټه کې دی او که نور اهداف تعقیبوي. هغه خبرداری ورکړی چې که د پاکستان هدف د افغانستان بېثباته کول او په سیمه کې د چین د نفوذ زیاتول وي، نو دا تګلاره د امریکا له ګټو سره په ټکر کې ده او کولی شي د داعش خراسان په ګډون د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو او د سیمې د جیوپولیتیکي ننګونو د زیاتېدو لامل شي.



