دوشنبه, جون 29, 2026
دوشنبه, جون 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان په بریدونو کې په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي

طالبانو ویلي چې د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو لسګونه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ټپیان شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه بریدونه «بزدلانه، یرغلګر، جنایتکارانه او وحشیانه» بللي او ویلي یې دي چې پاکستاني ځواکونو د پکتیا د سمکني، د پکتیکا د ګیان او د کونړ د منورې ولسوالیو پر مېشتو سیمو بمباري کړې ده. د طالبانو د امنیتي سرچینو په وینا، تر ټولو ډېر زیان د پکتیا د سمکني ولسوالۍ د مندي‌خېل په سیمه کې اوښتی، چې هلته شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. بلخوا، پاکستان ویلي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پلان شوي ځمکني عملیات او هوايي بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او جماعت الاحرار پر پټنځایونو ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۲۵ جنګیالي وژل شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو کې یو شمېر ټپیان شوي ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان، ښکاري.

- Advertisment -spot_img