دوشنبه, جون 29, 2026
دوشنبه, جون 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

داکتر عبدالله: د پاکستان بریدونه د کړکېچ د زیاتېدو لامل ګرځي، حل لاره یوازې ډیپلوماسي ده

د افغانستان د پخواني حکومت د اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري د پاکستان د وروستیو پوځي بریدونو په اړه سخت غبرګون څرګند شوی دی. هغه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستاني ځواکونو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې ګڼ شمېر بې‌ګناه افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي. عبدالله عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دا ډول «دښمنانه اقدامات» هېڅ ستونزه نه حلوي، بلکې د تاوتریخوالي او کړکېچ د لا زیاتېدو سبب ګرځي. نوموړي ټینګار کړی چې د زور او پوځي عملیاتو له لارې د اختلافاتو حل هېڅکله تلپاتې پایله نه ورکوي، او دا تجربه ثابته شوې ده چې دا ډول لارې ناکامې دي. هغه زیاتوي چې له دې وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ حل لاره د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمنتیا، رغنده خبرې اترې، او د اختلافاتو سوله‌ییز او ډیپلوماتیک حل دی

- Advertisment -spot_img