ځایي سرچینو ویلي چې د سويلي وزيرستان په سرا روغــه سیمه کې اووه پاکستاني پوليس ژوندي تښتول شوي دي. د سرچینو په وینا، وسلهوالو کسانو سړک بند کړی و او د پوليسو د حوزې مشر احمد شاه په ګډون یې له ملګرو سره یو ځای ودرول او وروسته یې نامعلوم لوري ته انتقال کړل. ویل کېږي چې یاد پوليس د یوې چاودنې اړوند عملیاتو څخه د ستنېدو پر مهال د وسلهوالو له لوري درول شوي او تښتول شوي دي. پولیسو او امنیتي ځواکونو د تښتول شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات پیل کړي دي. تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.



