د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي چې د دغې جبهې ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د سرطان ۳مه ، د چهارشنبې ورځې د شپې شاوخوا ۱۲:۲۵ بجې، د ننګرهار ولایت د شیوې ولسوالۍ په جلالاباد–کنړ لویه لاره کې د طالبانو پر یوې پوستې هدفمند برید کړی دی. د جبهې په وینا، په دغه برید کې درې طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. د افغانستان د ازادۍ جبهې دغه ادعا په خپلې رسمي فېسبوکپاڼې کې له یوې ویډیو سره یوځای خپره کړې ده. تر اوسه د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.



