د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد د ضروري درملو یو نوی بار چې ۵ ټنه وزن لري کابل ته لېږدولی دی. دغه وزارت وايي دا مرستې د افغانستان د خلکو د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو او د بشري مرستو د دوام په لړ کې د هند د ژمنې برخه ده. نوی ډهلی په وروستیو کلونو کې څو ځله افغانستان ته دارويي او خوراکي مرستې استولې دي او دا یې له افغان خلکو سره د بشري همکارۍ یوه برخه بللې ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)