جمعه, جون 26, 2026
جمعه, جون 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ماشومانو ته د خوراکي مرستو رسول د نړۍ له تر ټولو سختو بشري عملیاتو څخه دي

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې اړمنو ماشومانو ته د بېړنیو خوراکي مرستو رسول د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ، د سرحدي لارو د تړل کېدو او د لېږد رالېږد د پراخو ستونزو له امله د نړۍ له تر ټولو سختو بشري مرستندویه عملیاتو څخه ګرځېدلي دي. د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي، وروستیو سیمه‌ییزو کړکېچونو او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د ځینو مهمو سرحدي لارو بندېدو د بشري مرستو رسولو بهیر سخت اغېزمن کړی، چې له امله یې د خوراکي توکو او تغذیوي مرستو لېږد له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) اټکل کوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا ولري، په داسې حال کې چې نږدې یو میلیون ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img