امانوئل مکرون، د فرانسې ولسمشر، اعلان کړی چې د مصر، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو مشران به د راتلونکې اوونۍ د اوو صنعتي هېوادونو د ډلې (G7) په غونډه کې چې په فرانسه کې ترسره کېږي، د ګډون لپاره بلل کېږي. د هغه په وینا، دا غونډه به په ځانګړي ډول له اسلامي جمهوریت ایران سره د تاوتریخوالي د کمولو هڅو او د هرمز تنګي د امنیتي وضعیت د ارزونې پر موضوع متمرکزه وي. مکرون ټینګار کړی چې د هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ ګډوډي، په ځانګړي ډول د سون توکو د بیو د پام وړ لوړوالی، د نړۍ پر اقتصادونو مستقیم او محسوس اغېز کړی دی. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې تاوتریخوالی او د انرژۍ د مهمو لارو د امنیت په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.



