شنبه, جون 13, 2026
شنبه, جون 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان د خوست، پکتیکا او کونړ له بریدونو وروسته د پاکستان سفارت احضار کړ

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان سفارت ورغوښتی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د ملکي وګړو د کورونو د بمبارۍ په اړه یې خپل سخت اعتراض څرګند کړی دی. د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، پاکستاني ځواکونو د چهارشنبې په شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو په ځینو استوګنیزو سیمو یې هوايي بریدونه ترسره کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. ده افغانستان حکومت دغه بریدونه «تېری» او «بشري جنایت» بللي او ویلي یې دي چې دا د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض دی. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع او د خلکو د امنیت تأمینول د اسلامي امارت دیني او ملي مسؤلیت دی. د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې د نیابتي سیاستونو د تعقیب پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو لپاره بنسټیز او دوامدار حل‌لارې ولټوي.

- Advertisment -spot_img