په کابل کې سرچینو ویلي چې د شیعه مذهب د پیروانو لپاره د نجونو یو شمېر دیني مدرسو، د طالبانو له لوري د زدهکوونکو نجونو د احتمالي نیولو په اړه د اندېښنو له امله، خپل درسي فعالیتونه د لسو ورځو لپاره ځنډولي دي. د سرچینو په وینا، دغه پرېکړه د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۰مه، شوې ده. ویل کېږي چې په ځینو مدرسو کې نجونې زدهکوونکې له غرمې مخکې له درسونو رخصتې او کورونو ته استول شوې دي. د مدرسو مسؤلان وايي، دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د نجونو د نیولو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. بلخوا، له هرات څخه راپورونه ښيي چې طالبانو د روانې اوونۍ د شنبې ورځې راهیسې یو شمېر ښځې او نجونې د برقعې د نه اغوستلو په تور نیولې او بنديانې کړې دي. د دغو نیونو پر ضد، د سېشنبې په ورځ لسګونو ښځو او نارینهوو د هرات د جبرئیل په سیمه کې اعتراض وکړ. د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له زور څخه کار واخیست. د راپورونو له مخې، د اعتراض پر مهال د ډزو په پایله کې دوه کسان وژل شوي او نږدې ۳۰ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه طالبانو د دغو راپورونو او ادعاوو په اړه په رسمي ډول څه نه دي وی



