پنجشنبه, جولای 23, 2026
پنجشنبه, جولای 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امریکا کانګرس د مهاجرت او سرحدي امنیت لپاره ۷۰ میلیارد ډالري لایحه منظور کړه

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د ۷۰ میلیارد ډالرو په ارزښت یو لایحه تصویب کړې چې د مهاجرت او ګمرک ادارې او همداراز د سرحدي ګشت ادارې د بودجې د تأمین لپاره ځانګړې شوې ده. د دې پرېکړې له مخې، دغه بودجه د امریکا د کډوالۍ او سرحدي ادارو دوو مهمو بنسټونو ته ورکول کېږي، چې په غیرقانوني کډوالۍ د اخراج او د پولو د امنیت د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري. دغه ادارې د امریکا د مهاجرت او ګمرک اداره (ICE) او د سرحدي ګشت اداره (CBP) دي، چې د مهاجرت د قوانینو د تطبیق او د هېواد د پولو د کنټرول مسوولیت لري. امریکایي چارواکي وايي چې د دې بودجې هدف د اجرایي ظرفیت لوړول او د سرحدي څارنې او کنټرول پیاوړتیا ده. تر اوسه د دې بودجې د وېش او د پلي کېدو د دقیق مهالویش په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.

    - Advertisment -spot_img