د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف د څلور اړخیز نړیوال ټورنمنټ په دوام کې د پاکستان پر وړاندې د ۲-۰ په پایله کې ماتې وخوړه. د افغانستان ملي لوبډلې نن یکشنبه د دغو سیالیو د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې د مالدیف د پلازمېنې مالي په ملي لوبغالي کې د پاکستان له ملي لوبډلې سره سیالي وکړه، خو ونه توانېده چې کومه نمره ترلاسه کړي او لوبه یې په ماتې پای ته ورسوله. دا لوبه د مالدیف د «ډایمونډ جوبیلي» نړیوال ټورنمنټ په چوکاټ کې ترسره شوه. دغه سیالۍ د افغانستان، پاکستان، بنګلهدېش او مالدیف د لوبډلو په ګډون د جون له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په مالي ښار کې روانې دي. افغانستان تر دې وړاندې په خپلې لومړۍ لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړې وه او په دویمه لوبه کې یې د بنګلهدېش پر وړاندې مساوي پایله خپله کړې وه



