سمیرا نوا، چې د ډنمارک د پارلمان غړې او د افغانستان د یوې کډوالې کورنۍ لور ده، د ډنمارک د اقلیم، انرژۍ او عامه خدماتو د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده. دا ټاکنه د ډنمارک د نوي ائتلافي حکومت د اعلان سره هممهاله شوې، چې مشري یې د لومړۍ وزیرې مته فردریکسن کوي، او د مارچ میاشتې له پارلماني ټاکنو وروسته رامنځته شوی دی. سمیرا نوا د ډنمارک د ټولنیز لیبرال ګوند غړې ده او له ۲۰۱۹ کال راهیسې د دغه هېواد په پارلمان کې فعالیت کوي. هغه د اقلیم، اقتصاد او د کار بازار په برخو کې د پېژندل شویو څېرو له ډلې شمېرل کېږي. نوموړې په وروستیو ټاکنو کې د خپل ګوند تر ټولو زیات شخصي رایې هم ترلاسه کړې وې. نوا تر کابینې د مخکې د خپل ګوند د اقلیم او انرژۍ ویانده وه او د تجدید وړ انرژۍ د پراختیا، له فوسیلي سون توکو د وابستګۍ د کمولو او د شنو زیربناوو د پانګونې ملاتړ یې کاوه. هغه د ډنمارک په آلبورګ ښار کې د افغانستان د کډوالو په کورنۍ کې زیږېدلې او د کپنهاګن پوهنتون څخه یې د اقتصاد په برخه کې ماسټري ترلاسه کړې ده. د ډنمارک نوی حکومت همدارنګه د دغه هېواد په تاریخ کې لومړی حکومت بلل کېږي چې ښځې پکې د کابینې اکثریت جوړوي. له ۲۱ وزیرانو څخه ۱۱ یې ښځې دي. سمیرا نوا به په خپل نوي مقام کې د تجدید وړ انرژۍ د پراختیا، د شنو بدلونونو او د ګلخانهيي ګازونو د کمولو د پالیسیو د پلي کېدو مسؤلیت ولري.



