د کویت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال هوايي ډګر پر وړاندې د برید په غبرګون کې ویلي چې د دې هېواد امنیت، حاکمیت او د وګړو او اوسېدونکو خوندیتوب “سره کرښه” ده او هېڅ ډول تېری پرې د منلو وړ نه دی. دغه وزارت په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د بریدونو تکرار او هغه څه چې “د کویت پر ضد تېري” بلل شوي، د یوې منظمې تهاجمي تګلارې ښکارندویي کوي؛ داسې تګلاره چې د کویت حکومت یې نه مني او نه به یې تحمل کړي. د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې کویت د نړیوالو قوانینو له مخې د مناسب او قانوني اقدام د ترسره کولو بشپړ حق لري، د هغه څه په ځواب کې چې “د ایران تکراري او بېدلیله تېري” بلل شوي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)