واشنګټن — د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خوړو نړیوال پروګرام د خبرداري په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت باید د افغانستان د خلکو د روغتیا او هوساینې په برخه کې لا مسئولانه رول ولوبوي. د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل، له ایران سره د امریکا او اسراییل د جګړې له امله سمندري محدودیتونه او د ایران د بندرونو محاصره، افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. دغه سازمان ویلي، دا وضعیت کولی شي میلیونونه هغه ماشومان او میندې اغېزمنې کړي چې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي. په ورته وخت کې، امریکا خپلې هغه ټولې مرستې ځنډولې دي چې د واشنګټن په باور ښايي طالبانو ته ورسېږي. اسلامي امارت تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.



