چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان د آزادۍ جبهه: د کابل د نظامي هوايي ډګر اړوند پر یوه اډه د راکټي بریدونو ادعا شوې

د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د کابل د نظامي هوايي ډګر اړوند یو اډه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د راکټي بریدونو هدف ګرځېدلې ده. دغه جبهه د پنجشنبې په ورځ، د ثور ۳۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید د چهارشنبې شپې شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې په «همغږي او دقیق ډول» ترسره شوی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه اډه د پوځي تجهیزاتو د زېرمه کولو او ساتلو ترڅنګ د طالبانو د ځواکونو د روزنې د مرکز په توګه هم کارول کېږي. د افغانستان د آزادۍ جبهې ویلي چې د دغو بریدونو په پایله کې په سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې، خو تر اوسه د تلفاتو دقیق شمېر او د زیان کچه نه ده معلومه شوې. همدارنګه په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د دې عملیاتو پر مهال د دې جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او ورته بریدونه به د هېواد په نورو سیمو کې هم دوام ومومي.

- Advertisment -spot_img