د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د ایران پر ضد د احتمالي نظامي برید بیا پیل ته اشاره لري، ویلي: «مطمئن اوسئ، د جګړې ډګر ته بېرته ستنېدل به له ډېرو لا زیاتو حیرانتیاوو سره مل وي.» هغه په خپله د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې د ایران پر ضد د جګړې له پیل څو میاشتې وروسته، د امریکا کانګرس د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د لسګونو الوتکو د ویجاړېدو پخلی کړی دی. عراقچي همدارنګه ادعا کړې چې د ایران وسله وال ځواکونه لومړني ځواک وو چې پرمختللې F-35 جنګي الوتکه یې رانسکوره کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د ترلاسه شویو «درسونو او پوهې» په رڼا کې، بېرته د جګړې ډګر ته ستنېدل به د مقابل لوري لپاره له لا زیاتو غیرمترقبو پایلو سره مل وي. په مقابل کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر ضد د نظامي برید پلان چمتو شوی و، خو د قطر د امیر، د سعودي عربستان د ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د غوښتنې په اساس وځنډول شو.



