یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند کې وروستیو توفانونو څه د پاسه ١٠٠ تنه مړه کړي

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د هندوستان په تر ټولو ګڼ مېشته ایالت اترپردېش کې د یو ویجاړونکي توپان، تېز باران او ږلۍ له امله لږ تر لږه ۱۰۴ کسان مړه شوي او په لسګونه نور ټپیان دي. دوی وايي، په دغه توپان کې ۵۹ کسان ټپیان شوي او لږ تر لږه ۱۱۴ څاروي هم له منځه تللي دي. تېزو بادونو ۸۷ کورونه نړولي او په ډېری سیمو کې یې ونې او برېښنایي ستنې له بېخه ایستلي دي. د رویټرز د راپور له مخې تر ټولو سخت زیان د پرایاګراج په مذهبي ښار او شاوخوا ۱۲ نورو ولسوالیو کې اوښتی دی. په ځینو سیمو کې د نیم ساعت لپاره اسمان توره تیاره و او د ډبرو سکرو دوړو د خلکو ژوند تریخ کړی و. د اترپردېش اعلا وزیر، یوګي ادیتیا ناتھ، چارواکو ته لارښوونه کړې چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې دې له قربانیانو سره نغدي مرستې وکړي او د ویجاړیو په رغولو کې دې بېړني ګامونه پورته کړي. ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دغې پېښې له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. پوتین د هندوستان ولسمشرې دروپدي مورمو او لومړي وزیر نریندرا مودي ته په یوه پیغام کې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

- Advertisment -spot_img