یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

را روانه اوونۍ افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي

په افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له “پولیو پاک افغانستان بنسټ” نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پولیو واکسین دغه نوی کمپاین به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د می په اتلسمه د افغانستان په یوشمیر سیمو کې پیل شي. په دې اړه چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیوناروغۍ په وړاندې دغه کمپاین په څو ولایتونو کې پیلیږي څه ندي ویل شوي خو هغه داسې مهال پیلږي چې افغانستان تراوسه د پولیو د مثبتو پیښو د زیاتیدو له خطره ندی بج شوی. تردې مخکې د روان میلادي کال د اپریل په دیارلسمه د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې ترسره شو. د دغه کمپاین په ترڅ کې په ملیونونو ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکې ورکړل شول. پولیو یوه ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.

    - Advertisment -spot_img