یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانانو پر وړاندې د بشري ننګونو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې زیاتې شوې

اروپايي ټولنې پر افغان ښځو د طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې په هېواد کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او د ښځو او نجونو پر حقونو لګول شوي محدودیتونه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. دغې ټولنې په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له وروستۍ ارزونې په حواله زیاته کړې چې افغانان له پراخو ستونزو سره مخ دي، چې فقر، د خوړو ناامنۍ، د اقلیم بدلون اغېزې، بې‌ ځایه کېدل او پر ښځو او نجونو محدودیتونه یې جدي دي. اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې د افغانانو د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره باید د نړیوالو مرستو ترڅنګ د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي. طالبانو تراوسه د افغانانو او نړیوالې ټولنې هېڅ راز غوښتنې ته غاړه نه ده ایښې او په دې تړاو هر ډول پرېکړې د خپل لید او ادعا شوي قانون له مخې سمې او خپلواکې بولي.

    - Advertisment -spot_img