د اروپايي کمیسیون ویاند «مارکس لامرت» تایید کړه، چې بروکسل ته یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو طالب چارواکو ته بلنه ورکړې ده. هغه په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې دا بلنه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د عمومي ادارې او د سویډن د عدلیې وزارت په ګډه همغږۍ طالبانو ته لېږل شوې ده. لامرت ټینګار وکړ، چې دا غونډه په «تخنیکي کچه» ده او د هغو بحثونو دوام دی چې د روان کال په جنوري میاشت کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د چارواکو په ګډون پیل شوي وو. د هغه په وینا، د اروپايي ټولنې ۲۰ هېوادونو او د شنګن سیمې اړوندو هېوادونو له اروپايي کمیسیون څخه غوښتي وو، چې د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره اړیکې همغږې کړي. د اروپايي کمېسیون ویاند ویلي، دا بحثونه په لومړي پړاو کې د هغو کسانو په اړه دي چې «امنیتي ګواښ» ګڼل کېږي. نوموړي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې بروکسل ته د طالبانو د استازو بلل د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندنې په مانا دي. هغه زیاته کړه: «اروپايي ټولنه د شورا له خوا موظفه شوې چې په افغانستان کې له بالفعل چارواکو سره خپل عملیاتي تعامل وساتي، خو دا په هېڅ صورت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده.» د طالبانو د بللو تایید په خبري غونډه کې د خبریالانو توند غبرګونونه راپارولي وو؛ خبریالانو پوښتل چې ولې اروپايي کمیسیون د دې غونډې د چمتووالي په اړه درې اوونۍ معلومات پټ کړي وو؟ خبریالانو دا پوښتنه هم وکړه چې دقیقاً څوک بروکسل ته بلل شوي او ولې دا خبرې د اروپايي ټولنې په خاوره کې کېږي؟ خو لامرت د دې پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه، چې بلنه د طالبانو کومو بنسټونو ته ورکړل شوې او د دغه پلاوي د سفر لګښت به څوک ورکوي. د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د اروپا دا فشارونه په داسې حال کې زیاتېږي، چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی. د بشري حقونو فعالانو او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په وار وار پر دې ګام نیوکه کړې او د طالبانو سره یې د تعامل د بندولو غوښتنه کړې ده. دوی وایي، په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو پراخ نقض ته په کتو، له طالبانو سره هر ډول رسمي تعامل د منلو وړ نه دی.



