چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یونيسف: د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو بشري بحران لا پسې سخت کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو دوام په افغانستان کې بشري بحران زیات کړی دی. یونيسف راپور ورکړی چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې لږ تر لږه ۲۸۹ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، هوايي، راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو د کابل په ګډون څو ولايتونه اغېزمن کړي دي. یونيسف ویلي، دغو نښتو د کورونو، مخابراتي تاسیساتو او سوداګریزو ودانیو ویجاړېدو لامل شوي او شاوخوا ۱۱۵ زره کسان یې بې‌ځایه کړي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د لارو بندېدو او ناامنۍ له امله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او د روغتیا او ښوونې خدمتونه سخت زیانمن شوي دي. یونېسف خبرداری ورکړی، چې د نښتو دوام به په افغانستان کې بشري وضعیت او د ماشومانو ژوند نور هم خراب کړي.

    - Advertisment -spot_img