پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډ او د سوداګریزو لارو بندښت د ام میوې صادرات له جدي ننګونو سره مخ کړي. ویل کېږي د پاکستان امو تولیدات چې په تېرو کلونو کې ۱.۸میلیون ټنو ته رسېدل، خو سږ کال ښایي دغه شمېر ۱.۵میلیون ټنو ته راټیټ شي، چې ۲۰سلنه کموالی ښيي. د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو سربېره، فارس خلیج کې کړکېچ او هرمز تنګي شاوخوا کې اختلال ټرانسپورټي لګښتونه لوړ کړي او د دغې مېوې صادرات یې نور هم له ستونزو سره مخ کړي. یادې رسنۍ تر دې وړاندې هم په خپلو راپورونو کې ویلي و چې پاکستان ته د افغانستان پنبې صادراتو بندېدو وروسته د یاد هېواد د نساجي فابریکې له سقوط سره مخ شوې دي.



