د راپورونو له مخې، هند سږ کال د بریکس ډلې مشري پر غاړه لري او ټاکل شوې دغه غونډه د روان میلادي کال د مې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه ترسره شي. هندي رسنیو راپور ورکړی، چې هند به د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي. د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي به ښايي روانه اوونۍ په بریکس غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر وکړي. په راپور کې راغلي، چې د عراقچي دغه سفر د بریکس تر پراخ شوي چتر لاندې د هند او ایران ترمنځ د همکاریو د پراختیا ښکارندويي کوي. د یادونې ده، ایران په ۲۰۲۴ کال کې له مصر، ایتوپیا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره یو ځای د دې ډلې غړیتوب ترلاسه کړ.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)