د افغانستان لپاره د جاپان سفارت اعلان کړی، چې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورټ، ساینس او ټکنالوژۍ وزارت (MEXT) به د ۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره افغان محصلينو ته تحصیلي بورسونه ورکړي. دغه سکالرشیپونه هغو کسانو ته ځانګړي شوي، چې د لېسانس سند ولري او غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ یا دوکتورا زده کړې وکړي. جاپان په دې پروګرام کې منل شویو کسانو ته د «څېړنیز محصل» نوم ورکوي او د هغوی د زدهکړو ټول لګښتونه به په بشپړ ډول وړیا وي. د جاپان سفارت ټینګار کړی، چې وروستی انتخاب به یوازې د اسنادو د کیفیت، تحریري ازموینې او مرکې د پایلو پر بنسټ کېږي او د مذهب، ژبې، قوم، یا جنسیت له مخې به هېڅ ډول تبعیض ونه شي. په دې پړاو کې، په افغانستان کې د آغاخان بنسټ د اسنادو راټولولو او د تحریري ازموینو د بهیر په اسانتیا کې د جاپان له سفارت سره همکاري کوي، خو د وروستي انتخاب او پرېکړې په برخه کې هېڅ رول نه لري. ټولې ازموینې به یوازې په حضوري ډول په کابل ښار کې اخیستل کېږي او له افغانستانه بهر د ګډون امکان نه شته. د غوښتنلیکونو د ډېر شمېر له امله، یوازې هغه کسان، چې د اسنادو په لومړنۍ ارزونه کې بریالي شي، د تحریري ازموینې لپاره بلل کېږي. دا پروګرام د افغانستان د بشري ظرفیتونو د پراختیا لپاره د جاپان د حکومت د اوږدمهالې ژمنې برخه بلل کېږي. جاپان د ۲۰۲۱ م کال له بدلونونو وروسته هم له هغو محدودو هېوادونو څخه دی، چې لایې افغانانو ته تحصیلي بورسونه ورکړي او هر کال یو شمېر افغان محصلين د MEXT پروګرام له لارې مني. دغه بورسونه عموماً میاشتنی مالي ملاتړ، د تګ راتګ ټکټ او روغتیايي بیمه هم لري. پر دې سربېره جاپان په وروستیو څو کلونو کې له افغانستان سره په ځلونو بشري مرستې کړي دي.



