یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بېنیټ: د افغان ښځو پر وړاندې روان وضعیت بشري جنایت دی

د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت خورا بوږنوونکی بللی او ټینګار یې کړی، چې دا سیستماتیک ځپنه د «بشریت پر وړاندې جنایت» ګڼل کېږي. ښاغلي بېنیټ ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول دومره پراخ او سخت دي چې د ملکي وګړو پر وړاندې د یو برید په مانا دي. هغه زیاته کړه: «دا وضعیت په سمه توګه د جنسیتي اپارټایډ په توګه توصیف کېدای شي. افغان ښځو پخپله ویلي چې دا اصطلاح د دوی د ژوند تریخ حقیقت په ښه توګه بیانوي.» بېنیټ ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دورې پای ته رسول هراړخیزو هڅو او ټولو نړیوالو ابزارو ته اړتیا لري. هغه ویلي، چې د بشري حقونو له سرغړونکو څخه باید په هر وخت کې حساب واخیستل شي او هیڅوک باید له مجازاتو معاف نه وي. نوموړي وړاندیز وکړ، چې «جنسیتي آپارټایډ» دې د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په نړیوالو تړونونو کې شامل کړای شي، ترڅو د مخنیوي او تعقیب لپاره یې قانوني لاره هواره شي.

    - Advertisment -spot_img