د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله د یوه استوګنیز کور چت نړېدلی، چې د یوې کورنۍ څلور غړو ژوند بایللی. کاپیسا کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ویلي، دا پېښه تېره ورځ یکشنبه د تګاب ولسوالۍ بدراب سیمه کې رامنځته شوې او قربانيانو کې دوې ښځې او دوه ماشومان شامل دي. ښاغلي فایز زیاته کړې، له پېښې وروسته مسئولين سیمې ته رسېدلي او د زیانونو د ارزونې، مرستو رسولو او زیانمنو کورنیو ته د لومړنیو مرستو بهیر یې پیل کړی. ځایي چارواکو له هغو اوسېدونکو چې په زیانمنونکو سیمو کې ژوند کوي، غوښتي چې د سختو بارانونو پر مهال احتیاطي تدابیر مراعات کړي او خوندي ځایونو ته پناه یوسي. ویل کېږي، د بارانونو او ږلۍ له امله د ځاني زیانونو ترڅنګ باغونو او کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د انارو باغونو ته سخت زیان اوښتی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)