دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

علي بلال د نیویارک پرو سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان د بدن جوړونې ستوری علي بلال په متحده ایالاتو کې خپلو پیاوړو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د نیویارک پرو سیالیو اتلولي ګټلې ده. د افغانستان د بدن جوړونې ستوری «علي بلال» نن شنبې، د مې ۹مه وتوانېد، چې په متحده ایالاتو کې د «نیویارک پرو» سیالیو د اتلولۍ لقب د دویم ځل لپاره وګټي. بلال په یوې ستونزمنې او حساسې سیالۍ کې، خپلو پیاوړو سیالانو، په ځانګړې توګه د برازیل هېواد «ایډوان پالمیرا» ته په ماتې ورکولو سره اتل شو. د دغو سیالیو کې، علي بلال لومړی مقام خپل کړ، د برازیل ایډوان پالمیرا دویم او د اندونیزیا ایسای کسیک درېیم مقام ترلاسه کړ. باید وویل شي، چې علي بلال په وروستیو کلونو کې په نړیوالو ډګرونو کې په ځلېدو سره، د ۲۰۲۴ م کال د ارنولډ کلاسیک اتلولۍ او د نړۍ د مسټر المپیا سیالیو د نایب قهرمانۍ لقبونه هم ګټلي دي.

    - Advertisment -spot_img